جهاد جوهری
From Wikipedia
دجوهري ژوندليک
جهاد جوهري دسخي جان زوی چې په خانګي سره هم شهرت لري په کال[ ١٩٨٣/٨/١٥ م ]
دخوست ولايت ديعقوبيو ولسوالئ دشيخ محمدي په کلي زيږيدلئ٠ په کال ١٣٨١ديعقوبيو دليسې څخه فارغ شوئ، چې لمړنۍ منځنۍ زده کړې يې هم ديعقوبيوپه ليسه کې تر سره کړيدي٠دکنکور له ازموينې وروسته دلوړو زده کړولپاره د خوست پوهنتون دحقوقوپه پوهنځۍ کې شامل شو٠وروسته دتکړؤمحصلينوپه کتارکې دحکومت له خوا دبرس په ورکولو ترکيه ته لاړاو په ترکيه کې يې لوړ ې زده کړې دوام لري
د جهاد جوهري يو څو شعرونه
پښتو
ډېره ئې نرمه او خوږه ئې پښتو === د پښتنو دزړه غونچه ئې پښتو
پښتانه ټول درنه ځاريږ ځکه === تۀ دپښتون ولس ګاڼه ئې پښتو
تا چې دښمن واوري سم ولړځيږي === دښمن لپاره زلزله ئې پښتو
د ستا دوښمن به ورکوي په دونيا === پښتون چې وي ولې خپه ئې پښتو
ولې به نه در نه ځارېږمه زه === د" جوهري "خو معشوقه ئې پښتو
څومره ښه دا چې زه يومسلمان يم څومره ښه
بيا د ګران افغانستان يم څومره ښه
چې تاريخ ته ئې نړۍګوته په غاښ ده
په ملت باندې افغان يم څومره ښه
په غيرت اوپه مېړانه کې سرلوړي
د پښتون له خانادان يم څومره ښه
د ميرويس د احمدشاه بابانه ځارشم
د هغوی په لار روان يم څومره ښه
توري شرنګ نه يې دښمن چې ډاريدلو
زه په قوم دخوشال خان يم څومره ښه
جوهري په دې خبره باندې وياړم
تابيدار چې دجانان يم څومره ښه
جهاد جوهري
2006\1\2