New Immissions/Updates:
boundless - educate - edutalab - empatico - es-ebooks - es16 - fr16 - fsfiles - hesperian - solidaria - wikipediaforschools
- wikipediaforschoolses - wikipediaforschoolsfr - wikipediaforschoolspt - worldmap -

See also: Liber Liber - Libro Parlato - Liber Musica  - Manuzio -  Liber Liber ISO Files - Alphabetical Order - Multivolume ZIP Complete Archive - PDF Files - OGG Music Files -

PROJECT GUTENBERG HTML: Volume I - Volume II - Volume III - Volume IV - Volume V - Volume VI - Volume VII - Volume VIII - Volume IX

Ascolta ""Volevo solo fare un audiolibro"" su Spreaker.
CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
د بېستون د ډبرليک بشپړه ژباړه - Wikipedia

د بېستون د ډبرليک بشپړه ژباړه

From Wikipedia

د بېستون د ډبرليک همدا لاندينی متن د ښاغلي پوهنوال باوري په زيار پښتو شوی.

نيوليک

د يادېدو وړ څو ټکي

په ايران کي د بېستون لرغونې ټولګه د نړيوال کلتوري ميراث په لړليک کي وکښل ( ثبت ) شوه . د بېستون په لرغونې ټولګه کي د نورو اثارو او لرغونو توکو برسيره هغه تاريخي ليکنه چي د بېستون ډبرليک په نوم نامتو شوئ دئ ، نه يوازي د ايران بلکي د دې سېمي د لرغوني تاريخ لپاره د لومړي لاس اخځ په توګه د ارزښت وړ دئ . همدې ارزښت ته په پام سره مي دا اړينه وګڼل چي د بېستون ډبر ليک په پښتو وژباړم .

د دې موخي د پلي کېدو لپاره مي د بېستون ډبرليک د موندلو هڅي وکړې ، د ډبر ليک انګليسي او پاړسي متنونه مي پيدا کړ ل او د کار د اسانتيا په هيله مي د ډبرليک پاړسي متن د ژباړي نيت وکړ ، خو کله چي مي پاړسي او انګليسي متنونه سره پر تله کړل ، په پاړسي متن کي مي يو شمير تيروتني او نېمګړتياوي ولېدلې ، د بيلګي په توګه د پاړسي متن شمېره پر له پسې نه ده ليکل شوې ، په داسي حال کي چي د انګلېسي متن شميره پر له پسې ليکل شوېده ، په پاړسي متن کي د ډبر ليک يوشمير کرښي نه دي ليکل شوي او يا د پامه لوېدلي دي ، خو په انګلسي متن کي ټولي کرښي شته . يوه بله نيمګړتيا داوه چي په پاړسي متن کي د يو شمير هغو سيمو او وګړو نومونه اړول شويدي ، چي د ډبرليک په متن کي راغلي دي ، خو په انګليسي متن کي نومونه د ډبر ليک د متن سره برابر دي . دا او په دې ډول نوري لويې او وړې تيروتني مي مخي ته راغلې ، ځکه د پاړسي متن د ژباړ ي څخه وګرځېدم او د يونسکو وړد هړيټيج ، ايران چمبړ سوسايټي ، سايس اونلاين او يو شمير نورو انتر نيټ پاڼو څخه مي دبېستون ډبر ليک انګلېسي متن ، د ژباړي لپاره وټاکئ . په دې هيله چي د ځوانو څيړونکو او د لرغوني تاريخ مينه والو لپاره د ګټي وړ وګرځي ، په وړو وړو برخو کي يې دخپرېدو تکل کوم . ( پوهنوال باوري )

د ډبرليک په اړه لنډي څرګندوني

د بېستون ډبرليک د اوسمهال يو انځور
د بېستون ډبرليک د اوسمهال يو انځور

.

د هخامنشيانو دريم پاچا داريوش د خپلي واکمنۍ پېښ ليک د بېستون په ډبرليک کي حک او ليکلئ دئ . د دې ډبر ليک اوږدوالۍ په ټوليزه توګه شل متره او پنځوس سانتي متره او سور يې اوه متره او اتيا سانتي متره ته رسيږي . د ليکنو او انځورونو په تړاو دا ډبر ليک په دريو برخو وېشلئ دئ . تر ټولو زياته برخه يې نه متره او اتيا سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې درې متره او دريشپيته سانتي متره ته رسيږي ، چي ٤١٤ څلورسوه څوارلس کرښي ليک لري او دا برخه په يوشمير ايراني خپرونو کي د پخوانئ پارسي ليک په نوم ياديږي . د همدې لوئ ډبرليک ښئ لور ته د انځورونو او ليکنو برخه شته چي د ايلامي ډبرليک په نوم ياديږي . دا برخه پنځه متره او شپېته سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې درې متره او اويا سانتي متره ته رسيږي . او د بيستون ډبرليک دريمه برخه کيڼ لورته ليکل شوېده چي اوږدوالي يې پنځه متره او اوه شپيته سانتي متره رسيږي ، او سور يې درې متره او دريشپيته سانتي متره دئ .دا برخه هم په ايراني خپرونو کي د پخوانئ ايراني ليک په نوم ياديږي چي ټوله ٥٩٣ پنځه سوه درينوي کرښي لري . د اکدي يا بابلي ليک په نوم د دې ډبر ليک يوه بله برخه شته چي د ايلامي ليک بر سر ښئ لوري ته ليکل شوېده . دا برخه د ذوزنقې په شکل حک شوېده چي لوړوالي يې څلور متره او سور يې دوه متره او دوه پنځوس سانتي متره دئ ، په داسي حال کي چي د وروستۍ برخي سور يې دوه متره او يو ويشت سانتي متره ته رسيږي ، د ډبرليک دا برخه يوسل او دولس کرښي لري . په ټوليزه توګه د دې ډبر ليک ارتوالئ يوسل اوشل متره مريع ته رسيږي .

د ډبرليک بشپړ متن

لومړی ستون

د بېستون ډبرليک د لومړي ستون لومړۍ اته کرښې
د بېستون ډبرليک د لومړي ستون لومړۍ اته کرښې

پېژندنه: د داريوش لقبونه او د هغه د پاچايۍ ارتوالی

  • لومړئ کرښه  : زه داريوش ( Darius ) لوی پاچا ، د پاچاهانو پاچا ، د پارس پاچا ، د هېوادونو پاچا ، د هيستاسپس Hystaspes ) ( زوی ، د ارسامس ( Arsames) لمسې .
  • دوهمه کرښه  : داريوش پاچا وايي ؛ زما پلار هيستاسپس( Hystaspes ) ، د هيستاسپس پلار ارسامس ( Arsames ) ، د ارسامس پلار اريا رامنی ( Ariaramne) ، د اريا رامنی پلار تېس پېس ( Teispes )، د تېس پيس پلار ( Achaemenes ) هخامينش .
  • دريمه کرښه  : داريوش پاچا وايي ؛ د دې امله موږ هخامنشي وبلل شو چي د ډير پخوا اصيل يو ، د ډير پخوا زموږ کورنۍ پاچاهان وه .
  • څلورمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ ٨( تنه )زموږ له نيکه ګانو څخه پاچاهان وه . زه نهم ( يم ) موږ ٩ ( تنه )يو په بل پسې ( په دوو څانګو کي ) پاچاهان يو .
  • پنځمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ د اهورامزدا) Ahuramazda ( په غوښتنه زه پاچا يم . ماته اهورامزدا پاچاهي راکړېده .
  • شپږمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ دا ټوله هغه هېوادنه ( دي ) چي ما ته راغلل او د اهورامزدا په غوښتنه زه د هغوپاچا وم . پارس ( Persia)، عيلام (Elam)، بابولونيا) (Babylonia، اسيريا Assyria) (، اربيا (Arabia)، مودرای) Egypt ( هغه چي سيندونو ته څيرمه دي those ( فنيقيان ) ، سارديس) Sardis (( اونيا ،( Ionia) ،( Media) ميديا ، ارمېنيا ( Armenia)، کپادوسيا ( Cappadocia) ، پارتيا ( Parthia) ، درنګيانا ( Drangiana) ،ارېيا ( Aria) خوارزميا( Chorasmia) ، باختريا Bactria) (، سغديانا (Sogdiana) ، ګندارا( Gandara ) ، سا يتيا ( Scythia ) ، ستاکيديا Sattagydia ) ،اراکوزيا ( Arachosia ) ماکا ( Maka ) او ټوله ديرويشت هېواده .
  • اوومه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هېوادونه چي ماته راغلل . د اهورامزدا په غوښتنه زما مريان شول . ماته يې باج راکړ .او په شپه او ورځ کي هغه کوي چي زما له لوري ورته وويل شي .
  • اتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ په دې هېوادونو کي چي څوک مي پلوي وو، هغه ته مي ښه ډالئ ورکړې او هغه څوک مي پوره وځپئ چي زما پلويتوب يې نه کاوه . د اهورا مزدا په غوښتنه دا هېوادونو زما د قانون درناوئ کوي ، هغسي چي زما له لوري ورته وويل شي هم هغسي کيږي .
  • نهمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ اهورامزدا ما ته دا پاچاهي وبخښل . اهورامزدا زما مرسته وکړه چي دا پاچاهي لاس ته راوړم ، او د اهورامزدا په مرسته دا پاچاهي لرم .

د سميرديس وژل او د ګايوماتا او ماګيان کودتا

  • لسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه دي چي تر پاچا کېدو وروسته مي تر سره کړيدي . کمبايسيس ( Cambyses ) د کوروش زوئ زما نه مخکي پاچا وو . د سميرديس( Smerdis ) په نوم دهغه يو ورور وو چي د کمبوجيه پلارنئ او مورنئ سکه وو . وروسته کمبوجيه هغه وواژه ، خو خلکو ته مالومه نه شوه چي سميرديس مړ شويدئ . تر هغه وروسته کمبوجيه د مصر په لور ولاړ ، خلکو سرکښي وکړه ( نافرماني ) وروسته تر هغه په هېواد کي درواغ زيات شول هم په پارس ، هم په ماد او هم په ټولو هېوادونو کي .
  • يولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛تر هغه وروسته يوتن جادوګر د ګايوماتا( Gaumata ) په نوم چي دپايسهياوودا (Paishiyauvada) څخه وو ، پاڅون وکړ ، يو غر ( د ) ارکادر (Arakadr) په نوم . هغه وخت چي يې پاڅون وکړ وېخن مياشتي څوارلسمه ورځ تيره شوې وه . هغه وګړو ته داسي درواغ وويل ( چي ) زه ، سميرديس د کمبوجيه ورور اود کوروش زوئ يم . وروسته له هغه ټول وګړي د کمبوجيه څخه وګرځېدل او په هغه پسې لاړل هم پارس ، هم ماد ، هم نور هېوادونه . پاچاهي يې ځان ته واخستل . د ګراما پادا ( Garmapada ) مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت يې پاچاهي د ځان کړه . وروسته له هغه کمبو جيه پخپله ومړ .
  • دولسمه کرښه ؛ داريوش پاچا وايې ؛ ګايوماتا جادوګر د کمبوجيه څخه پاچا هي واخستل . هغه ( پاچاهي ) چي د ډيري زماني راهيسي زموږ د کورنۍ وه . ( خو ) وروسته تر دې ګاېوماتا نومي جادوګر د کمبوجيه څخه واخستل . پارس ، ماد او نور ايالتونه د هغه په نوم شول . هغه ټوله ونېول او پاچا شو .

داريوش ګايوماتا وژني او خپل پاچاهي پرځای ساتي

  • ديارلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هيڅ څوک نه وو، نه پارسي او نه مادي او نه څوک زموږ له ذاته ( تخم ) څخه وو چي پاچاهي د هغه جادوګر ګايو ماتا څخه ترلاسه کړي . اولس ډير زيات له هغه نه ډاريدئ ، ډير هغه کسان چي هغه سمير ديس ( Smerdis ) يې پيژندلئ وو هغه يې مړه کړل ، په دې خاطر چي ګويا بيا به مي رسوا کړي ، چي زه سمير ديس د کوروش زوي نه يم . هيڅ يوه د دې توان نه درلود چي دګاېو ماتا په اړه يو څه و وايې ، تر څو چي زه راورسېدم . وروسته مي د اهورا مزدا څخه مرسته وغوښته ، اهورا مزدا زما سره د مهربانۍ مرسته وکړه . د با ګيادي ( Bagayadi ) مياشتي ١٠ مه ورځ تيره شوې وه . هغه وخت ما ګاېو ماتا او د هغه څو تنه نږدې مهم مرستندويان ( د هغه ) ووژل . د سيکا يووتي ( Sikayauvati ) د ماد په سيمه کي د نې سيا ( Nisaya) په نوم ( يوتن ) مي هلته مړ کړ .پا چاهي مي له هغه واخيستل . د اهورامزدا په غوښتنه زه پاچا شوم . اهو را مزدا پاچاهي ماته راکړه .
  • څوارلسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ هغه پاچاهي چي زموږ څخه اخستل شوې وه ، هغه مي له سره جوړه کړه . ما هغه ( بيرته ) پرحال کړه .هغسي چي پخوا وه . هغسي ما وکړل . ما هغه نياوتونونه ( پرستيشګاه ) چي د ګاېو ماتا جادوګر په امر وران شوي وه ، ورغول .اولس ته مي رمې او مرئيان چي ګاېو ماتا ترې اخستي وه بيرته ور وګرځول . ما اولس پر خپل ځای مېشت ( استوار ) کړ . هم پارس ، هم ماد او هم هغه نور هېوادونه ، هغهسي چي وړاندي وه . هغه څه چي اخيستل شوي ( وه ) بيرته مي ور وګرځول . د اهورا مزدا په غوښتنه مي دا وکړل . ما هڅه وکړه چي خپله کورنۍ بيا هغه ځای ته ورسوم ، چي پخوا وو . همداسي مي د اهورامزدا په مرسته وکړل چي بيا ګاېو ماتا زموږ کورنۍ را چاپير نه کړي .


  • پنځلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه چي تر پاچا کېدو ورسته مي کړيدي .


د اېلام د ايالت د اسينا او د بابل د نيدېنتوبل بلواګانې

  • شپاړسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛هغه وخت چي مي ګاېوماتا جادوګر مړ کړ ، تر هغه وروسته د اسينا (Asina ) په نوم د اوپادارما ( Upadarma ) زوی په ايلام ( Elam) کي پاڅون وکړ، او وګړو ته يې وويل چي زه د ( Elam ) پاچا يم . تر هغه وروسته ايلاميان واوښتل ( نافرمان ) . د هغه اثينا پلويان شول . هغه په ايلام کي پاچا شو . يو بل تن په بابل کي د نيد نيتوبل (Nidintu-Bel) په نوم د ا ينايرا ( Ainaira ) زوی ، هغه په بابل کي پاڅېدئ . داسي يې وګړي تير ايستل ( چي )  : زه نيبوچا دير زار ( Nebuchadrezzar ) د نابوني دوس ( Nabonidus ) زوی يم . وروسته له هغه ټول بابليان د نيد نيتوبل پلويان شول . بابل واوښت ( نافرمان ) هغه په بابل کي پاچاهي خپل کړه .
  • اوولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي يوه خبرتيا ايلام ته وليږل . د اسينا ( Asina) يې نېولئ ماته راوست او هغه مي و واژه .
  • اتلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځیدم . د هغه نيد نيتو بل په لور چي ځان يې نيوچادر زار باله . د نيد نيتو بل لښکرو دجله په خپل واک کي درلوده . هلته ودريدئ . د اوبو تل ډير کښته ( عميق )وو . وروسته ما خپل لښکر پر ژيو ( مشکها ) او اوښانو سپاره کړل . او د يوشمير لپاره مي اسونه برابر کړل . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړل او د اهورامزدا په غوښتنه د دجلې څخه تير شوم . او هلته مي د هغه نيد نيتوبل لښکري زياتي وځپلې . د اسيا ديا ( Asiyadiya) د مياشتي ٢٦ ورځي تيري شوي وې .
  • نولسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور روان شوم . لا بابل ته نه وم رسېدلې چي د زازانا ( Zazana ) په نوم هغه ښارچي د فرات پر څنډو پروت دي ، هغه نيد نيتوبل چي ځان يې نيبوچا دير زار باله د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جګړې ډګر ته راغۍ . ورسته مي ( دهغه سره ) جګړه وکړه . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ما د نيد نيتوبل لښکري زياتي وځپلې . او پاته په اوبو کي ولوېدې . اوبو هغه يوړول . د انامکا ( Anamaka ) مياشتي ٢ ورځي تيري وې چي جګړه مي وکړه .

دوهم ستون

  • شلمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه نيد نيتوبل د څو تنو سپرو سره وتښتېدئ او د بابل پر لور ولاړ . وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځېدم . د اهو را مزدا په غوښتنه مي بابل هم ونېوۍ . او هم مي نيد نيتوبل را ټينګ کړ . وروسته ( مي ) نيد نيتوبل په بابل کي مړ کړ .
  • يوويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په بابل کي وم ، دا ( هغه ) هېوادونه چي زما څخه سرکښه شول . پارس (Persia )، ايلام (Elam )، ماد ( Media ) ، اشور( Assyria )، مصر ( Egypt )، پارت ( Parthia ) ، مرګيانا( Margiana ) ، ستاکېديا ( Sattagydia ) ، سايتيا ( Scythia ) .


د اېلام د مارتيا بلوا

  • د وويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د مارتيا ( Martiya ) په نوم د ثين ثي خري (Cincikhri ) زوی د پارس په يوه ښار کي چي کوګاناکا ( Kuganaka ) نوميږي اوسېدئ . او د ايلام څخه را وپاڅېدئ . او وګړو ته يې وويل چي زه ايمانش ( Imanish ) د ايلام پاچا يم .
  • درويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت زه ايلام ته نږدې ووم . وروسته له هغه ايلاميان زما څخه وډارشوه . مارتیا چي د هغوی لارښود وو ، را چاپيره کړ او هغه يې وواژه .

د ماد د فرورتېس بلوا

  • څلور ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د ماد اوسېدونکئ فرورتېس (Phraortes ) نومئ په ماد کي ښورښ وکړ . داسي يې وګړو ته وويل چي زه خشهاترايت ( Khshathrita ) د ثاکساريس (Cyaxares ) له ذاته يم . ورسته يې د ماد لښکر چي د هغه په قصر کي ( وه ) زما نه يې سرکښي وکړل او د هغه فرورتېس په لوري ولاړل . او هغه په ماد کي پاچا شو .
  • پنځه ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ زما تر امر لاندي پارسي او مادي ځواک لږ وو . وروسته مي لښکر وليږه . د هيدارنېس (Hydarnes ) په نوم زما يوتن مرئې وو هغه مي د لښکر سالار وټاکئ . داسي مي هغه ته وويل  : ( چي ) هلته ولاړ شئ هغه مادي لښکر چي خپل ځان زما ( تابع ) نه ګڼي هغه وځپئ . ورسته له هغه وهېدارنيس د لښکر سره ولاړ ، چي ماد ته ورسېدئ د مارو (Maru ) په نوم د ماد ښار يوه اوسېدونکي د ماديانو سره جګړه وکړه هغه چي د ماديانو مشر وو . هغه وخت هلته نه وو ، او اهورامزدا زما مرسته وکړه ، د اهورامزدا په غوستنه زما لښکر هغه سرکښه جګړه ماران زيات وځپل . د انا مکا ( Anamaka )مياشتي ٢٧ مه ورځ تيره وه . هغه وخت چي جګړ ه پېل شوه . ورسته له هغه په ماد کي د کمپاندا ( Kampanda ) په نوم سيمه ما ته پاته شوه تر څو چي زه ماد ته ورغلم .

د ارمنيانو بلوا

  • شپږ ويشتمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ زما يومرئې د دادارشي (Dadarshi ) په نوم چي ارمن وو ، هغه مي ارمنستان ته وليږئ . هغه ته مي وويل : مخ ته ولاړ شه او هغه سرکښه لښکري چي ځان زما ( تابع ) نه ګڼي وځپه . وروسته دادارشي وخوځيدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ، ټوله هغه سرکښان سره راټول شوه او د دادارشي پر ضد يې جګړه پېل کړه . د زوزاهيا (Zuzahya ) په نوم د ارمنستان يوه وګړي جګړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکروهغه سرکښان ډير وځپل . د تيورا واهرا (Thuravahara ) مياشتي ٨ مه ورځ تيره وه ، چي دا جګړه وشوه .
  • اوه وېشتمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جګړه پيل کړه . د ارمنستان يوه تن د تېګر ا ( Tigra ) په نوم دا جګړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو رامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تيوراواهرا د مياشتي ١٨ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت جګړه پېل شوه .
  • اته ويشتمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ د دريم ځل لپاره سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جګړه پيل کړه . دارمنستان يوه تن د دژي اوياما (Uyama ) په نوم جګړه وګړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . زما لښکرو د اهورامزدا په غوښتنه هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تا ېګارسي (Thaigarci ) مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه چي دا جګړه پېل شوه . وروسته دادارشي زما په غوښتنه په ارمنستان کي پاته شو ، تر هغه چي زه ورسېدم .
  • نه ويشتمه کرښه ؛ داريوش پاچا وائې ؛ وروسته مي د وايميسا (Vaumisa, ) په نوم پارسي مرئې ارمنستان ته وليږئ او هغه ته مي وويل : وړاندي ولاړ شه او هغه سرکښه کسان چي خپل ځان زما ( تابع ) نه ګڼي هغه وځپه . وروسته وايميسا وخوځېدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ( هلته ) ټوله سرکښان راټول شوه او جګړه ئې د وايميسا په وړاندي پيل کړه . يوه سيمه چي ايزلا (Izala ) نوميږي او د اشور اړوند ده ، جګړه پيل شوه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د انا مکا ١٥ مه ورځ تيره وه ، چي دا جګړه وشوه .
  • ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښان راټول شوه او د وايميسا په وړاندي ئې جګړه پيل کړه . د او تي يارا (Autiyara ) په نوم په ارمنستان کي جګړه پيل کړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . دتيوراواهرا تن ( Thuravaharâthen ) نږدې ورستئ ورځي وې چي جګړه پېل شوه . . وروسته له هغه وايميسا زما لپاره په ارمنستان کي پاته شو ، څو چي زه ورسېدم .

د ماديانو د بلوا پای

  • يودېرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته له هغه زه د بابل (Babylon ) څخه را ووتم . د ماد (Media ) پر لور وخوځېدم، چي ماد ته ورسېدم دهغه ښار يو اوسېدونکئ د کوندورو( Kunduru ) په نوم ، په هغه سيمه کي چي فراورتيس ( Phraortes ) ځان د ماد پاچا باله ، د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جګړې په نيت راغئ . د هغه سره مي جګړه وکړه . اهو را مزدا زما سره مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه هغه فراورتيس مي ډير وځپئ . د ادوکانا ئېشه (Adukanaisha ) ٢٥ ورځي تيري شوي وې ، چي جګړه وشوه .
  • دوه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته ، فراورتيس (Phraortes ) د خپل يو شمير سپورو سره وتښتېدئ . په ماد کي د راګا (Raga ) په نوم سيمه د سوروانه شول . وروسته مي د هغه په تعقيب لښکر وليږه . فرورتيش ونېول شو او ما ته راوستل شو . ما هم د هغه پوزه او هم دوه غوږونه پرېکړل او ژبه مې ور غوڅه کړل ، او يوه سترګه مي ور ړنده کړل . او وروسته تر هغه مي دايکبتانا( Ecbatana ) د يوه برج په دننه کي په دار وځړاوه . او د هغه پلويان وليدئ .
  • دري ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ يو تن سګارتي (Sagartian ) د ثيسانتخما (Cisantakhma ) په نوم زما ( امر ) نه سر وغړاوه . داسي يې خلکو ته وويل چي : زه د سګارتي پاچايم ،او د ثايکسا ريس (Cyaxares ) له ذاته يم . وروسته مي تخمس پادا (Takhmaspada ) په نوم زما يوه تن مرئې د پارسي او مادي لښکر لارښود وټاکئ او هغوئ ته مي وويل  : مخ ته ولاړ شئ هغه سرکښه کسان چي ځان ز ما ( تابع ) نه ګڼي وځپئ . وروسته تخميس پادا د لښکرو سره هغه لوري ته وخوځېدئ . د چي ثيسا نتخما سره يې جګړه وکړه . اهورا مزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زمالښکرو هغه سرکښان وځپل او چي ثيسانتخما يې ونېوئ . ماته يې راوست . وروسته مي د هغه پوزه دوه غوږونه ور غوڅ کړه او يوه سترګه مي ور ړنده کړه . زما د ماڼئ سره مي تړلئ وساتئ ټولو خلکو هغه وليدئ او وروسته مي هغه په اربيلا (Arbela ) کي په دار وځړاوه .
  • څلور ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ دا هغه دي چي په ماد کي مي تر سره کړل .

د پارتيانو بلوا

  • پنځه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛پارتيا (Parthia ) او هاير ثانيا( Hyrcania ) زما څخه وګرځېدل ( نافرمانه شول )ځانونه يې د فراورتيس (Phraortes ) وبلل . زما پلار هايستاسپس( Hystaspes ) چي په پارت کي وو ، د هغه نه وګړ ي وګرځېدل او سرکښه شول . وروسته هايستاسپس د خپلو ملګروځواکونو سره وخوځېدئ . د ويشپاوزاتي ( Vishpauzati, ) په نوم ښار کي يې د پارتيانو سره جګړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، هايستاسپس( Hystaspes ) هغه سرکښان ډير وځپل . دا د وياخنا (Viyakhna ) مياشتي ٢٢ ورځ تيره شوې وه ، چي دا جګړه وشوه .

درېيم ستون

  • شپږديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي يوشمېر پارسي لښکر د راګا (Raga ) څخه دهايستاسپس مرستي ته وليږل ، چي لښکر هايستاسپس ته ورسېدل ، وروسته هايستاسپس هغه لښکر د ځان سره ( مل ) کړه ،او وخوځېدئ . په پارتيا ( Parthia ) کي د پتي ګرابا نا (Patigrabana ) په نوم ښار کي يې د ښورښيانو سره جګړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، ويشتاسپ هغه ټوله سرکښان ډير وځپل . د ګارما پادا(Garmapada ) لومړۍ ورځ تيره وه چي دهغوئ ترمنځ دا جګړ ه پيل شوه .
  • اوه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته هېواد زما شو . دا ( دي ) هغه دي چي زما په وسيله په پارتيا کي تر سره شويدي .

د مارګينا د فرادا بلوا

  • اته ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ يو ايالت چي د مارګيانا (Margiana ) په نوم ياديږي ، ښورښ وکړ . د فرادا (Frada ) په نوم يو تن د مارګيانا اوسېدونکو خپل مشر وټاکئ . وروسته مي دادارشي (Dadarshi ) په نوم زما پارسي مرئې و باکتريا (Bactria ) ته وليږئ ، او هغه ته مي وويل چي مخ ته ولاړ شه او هغه ځواکونه چي ځان زما ( تابع ) نه ګڼي وځپه . وروسته دادارشي د لښکرو سره هغه لور ته وخوځېدئ . د مارګيا نيانو سره يې جګړه وګړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو ټوله سرکښان ډير وځپل . د اسي ياديا (Asiyadiya ) ٢٥ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت چي دا جګړه پيل شوه .
  • نه ديرشمه کرښه ؛ داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا ( دي ) چي زما په وسيله په باکتريا کي تر سره شويدي .

د پارس د واهيازداتا بلوا

  • څلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د واهيازداتا (Vahyazdata ) په نوم يوتن په تاراوا(Tarava ) نومي ښار کي چي د پارس په ياويتيا (Yautiya ) سيمه کي ميشت وو . هغه د دوهم ځل لپاره ښورښ وکړ . داسي يې وګړو ته وويل چي : زه سميردېس ( Smerdis ) د کوروش زوئ يم . وروسته هغه پارسي ځواکونو چي ماڼئ ته پخوا د انشان (Anshan ) څخه راغلي وه زما په وړاندي يې ښورښ وکړ . او د هغه واهيازداتا لوري ته واوښتل او ( هغه ) په پارس کي پاچا شو .
  • يوڅلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي هغه پارسي او مادي لښکر چي زما تر امر لاندي وه ، وليږلې . د ارتا وارديا (Artavardiya ) په نوم زما يو پارسي مريې مي د لښکرو مشر کړ . يوبل پارسي لښکر مي په ځان پسې د ماد پر لور وخوځاوه . وروسته ارتا وارديا د لښکرو سره د پارس پر لور وخوځېدئ . چي پارس ته ورسېدئ ، وهيازداتا (Vahyazdata ) چي ځان يې سميرديس (Smerdis ) جوړ کړئ وو د پارس په رخا(Rakha ) نومي ښار کي د ارتا واردياپه وړاندي جګړې ته راووت . ورسته له هغه يې جګړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه د و هيازداتا ځواکونه ټوله ډير وځپل . د تورا واهارا (Thuravahara ) مياشتي ١٢مه ورځ تيره شوې وه چي جګړه پيل شوه .
  • دوه څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه ، هغه وهيازداتا د يو لږ شمير سپرليو سره وتښتېدئ . د پاشيايوادا ( Paishiyauvada ) لوري ته وخوځېدئ . د هغه ځايه څخه يې لښکر راټول کړ . او تر هغه وروسته يې د ارتا وارديا سره جګړه پيل کړه . د پارګا (Parga - ) په نوم غره سره يې جګړه پيل ګړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر د وهيازداتا ځواکونه زيات وځپل . د ګارما پادا ( Garmapada ) د مياشتي٥ مه ورځ تيره وه چي دا جګړه ونښته او وهيازداتا يې ونېوئ او د هغه نږدې ټول ملګري يې هم ونېول .
  • در ې څلويښتمه کرښه ؛ داريوش پاچا وايې؛ وروسته له هغه وهيازداتا او د هغه نور ميړني چي زيات ورته نږدې وه د پارس په يووادايثايا ( Uvadaicaya ) په نوم ښار کي مي په دار وځړول .
  • څلورڅلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي په پارس کي زما په وسيله تر سره شول .
  • پنځه څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وهيازداتا چي خپل ځان يې سميردې باله ، هغه لښکر ( و ) اراکوزيا( Arachosia) ته ليږلي وه .د هغه پر ضد مي زما يو مرئې د وېوانا (Vivana ) په نوم چي ما د اراکوزيا او . . . ښار او د هغو مشر ټاکلي وو . هغوئ ته يي وويلي وه چي : وړاندي ولاړ شئ وېوانا او د هغه لښکر چي ځان د داريوش پاچا ( تابع ) ګڼي ، وځپئ . وروسته له هغه د هيازداتا ليږل شوي لښکر د وېوانا په وړاندي د جګړې لپاره و خوځېدل . دژي کاپيشا کاني (Kapishakani ) نومي سړي هلته جګړه وکړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر هغه سرکښان ډير وځپل . د اناماکا (Anamaka ) ١٣ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جګړه پيل شوه .
  • شپږ څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته بيا ښورښيان سره يوځای شول او د وېوانا په وړاندي يې جګړه پيل کړه د ګندوتاوا(Gandutava ) په نوم سيمه کي يې جګړه وکړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکر د هغه ښورښيانو لښکر ډير وځپئ .دو ياخنا (Viyakhna ) مياشتي ٧ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جګړه پيل شوه .
  • اوه څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته ، هغه تن چي د لښکرو مشر ټاکل شوئ وو او وهيازداتا د وېوانا پر ضد ليږلئ وو ، هغه د يو څو تنو سپرلو سره وتښتېدئ او لاره يې واخستل . په اراکوزيا کي د ارشادا (Arshada ) نومي سيمي تر څنګ تير شو . وروسته له هغه وېوانا د خپل لښکر سره د هغه څار وخوځېدئ . هلته يې د هغه ټول نږدې ملاتړي ونيول او مړه يې کړل .
  • اته څلويښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا ( دي ) هغه چي په اراکوزيا کي زما په وسيله تر سره شول .

ارخا، د بابليانو دوهمه بلوا

  • نه څلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په پارس کي وم ، دوهم ځل بيا بابليانو ښورښ وکړ . يوتن ارمني د ارخا (Arkha ) په نوم چي د هالديتا (Haldita ) زوئ وو ، په بابل کي ښورښ پيل کړ . د دوبال (Dubala ) په نوم سيمه کي يې درواغ وګړو ته ويل چي زه نبو چادر يزار (Nebuchadrezzar ) د نابونېدوس (Nabonidus زوئ يم . وروسته له هغه بابليانو زما له امره سرکښي پيل کړه ، او د هغه لوري ته ولاړل . هغه بابل ونيوئ او په بابل کي پاچا شو .
  • پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه مي لښکر بابل ته وليږل . د اېنتا فيرنيس (Intaphernes ) په نوم زما يو پارسي مرئئ مي د لښکرو مشر وټاکئ .او هغه ته مي داسي وويل چي : وړاندي ولاړ شئ او هغه بابلي لښکر چي خپل ځان زما ( تابع ) نه بولي وځپئ . وروسته له هغه انتا فيرنيس د بابل په لور وخوځېدئ . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، انتا فيرنيس بابليان وځپل او بنديان يې راوستل . د ورکزن (Varkazana ) ٢٢ ورځي تيري شوي وي ، هغه وخت ارخا چي په درواغو يې ځان نبو چادر يزار باله او هغه کسان چي نږدې پلويان يې وه ، ونيول . امر مي وکړ او ارخا او د هغه سړي او نږدې ملګري يې په بابل کي په دار وځړول شول .

څلورم ستون

  • يوپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي په بابل کي زما په وسيله تر سره شول .
  • دوه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي د اهورامزدا په غوښتنه مي د تېر يوه کال په ترځ کي وروسته له هغه چي پاچا شوم ، تر سره کړل . ١٩ جګړې مي وکړې . د اهورامزدا په غوښتنه مي هغوئ وځپل . او ٩ تنه پاچاهان مي ونيول . يو ګايوماتا (Gaumata ) جادوګر وو . او درواغ يې ويل چي زه سميرديس (Smerdis ) د کوروش زوئ يم او په پارس کي يې ښورښ جوړ کړئ وو . يو د اسينا (Asina ) په نوم د ايلام اوسېدونکئ وو . هغه درواغ ويل چي زه په ايلام کي پاچا يم او هغه په ايلام کي زما په وړاندي وګړي سرکښه کړ ل . يو بل تن نيدينتو بيل ( Nidintu-Bel ) بابلي وو . هغه درواغ ويل چي زه (Nebuchadrezzar, ) نيبوچادريزار د نبونيدوس (Nabonidus ) زوئ يم او په بابل کي يې زما په وړاندي ښورښ وکړ . يوهم مارتيا (Martiya ) په نوم د پارس وو او هغه درواغ ويل چي زه ايمانش (Imanish ) د ايلام پاچا يم اوپه ايلام کي يې زما په وړاندي ښورښ وکړ . يو د ماد فراورتيس (Phraortes ) نومئ وو . هغه درواغ ويل چي : زه خشا تريتا (Khshathrita ) د کيا کساريس ( Cyaxares ) د کورنئ څخه يم او ماد يې زما له امره وه ايست . يود سا ګارتيان ( Sagartian ) ثېسانتا خما ( Cisantakhma نومئ وو ، او درواغ يې ويل چي زه د کيا کساريس ( Cyaxares ) له کورنۍ څخه يم او د سا ګارتيا پاچا يم ، او ساګارتيا يې تر واک لاندي کړه . يو فرادا مارګياني (Margian Frada وو . درواغ يې ويل چي  : زه د مرو پاچا يم . او مرو يې تر واک لاندي کړه . يو وهيازداتا (Vahyazdata, ) نومئ د پارس وو . درواغ يې ويل چي  : زه سمير ديس (Smerdis ) د کوروش زوئ يم . او پارس يې په ښورښ راوست . يو ارخا (Arkha ) نومئ ارمني وو . درواغ يې ويل چي  : زه نيبوچادريزار (Nebuchadrezzar ) زوئ يم . او با بل يې زما د فرمانه وه ايست .
  • درېپنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ٩ تنه پاچا هان مي په دې جګړو کي ونيول .
  • څلورپنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې : دا ( دئ )هيوادونه سرکښه شول . درواغو هغوئ نافرمانه کړل ، چي هغوئ وګړو ته درواغ و ويل . وروسته اهورامزدا هغه زما په واک کي راکړل . هر ډول چي مي هيله وه هغه ډول مي له هغوئ سره وکړل .
  • پنځه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته ښايې پاچا شې ځان په زياتي پياوړتيا له درواغو څخه ليري وساته . که چيري داسي فکر وکړې چي هېواد دې وساتل شي ، هغه کسان چي درواغ وايې هغوئ ته کلکه جزا ورکړه .

ددې ليکنې د رښتينوالۍ پخلی

  • شپږ پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه څه چي ما کړيدي . د اهورامزدا په غوښتنه مي په هغه يوه کال تر سره کړل . ته چي تر دې وروسته دا ليکنه ښايې ولولې ، هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستا باور پرې وشي ، نه ښايې چي دا درواغ وګڼې .
  • اوه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ اهورا مزدا خپل ( حاضر او حضور ) شاهد ګڼم ، هغه چي مي په يوه کال کي تر سره کړيدي رښتيا دي ، نه درواغ .
  • اته پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورا مزدا په غوښتنه ما زيات کارونه کړيدي ، او له همدې کبله دا ليکنه و ليکل شوه .

ددې ليکنې د سپېڅلتيا او د خپرولو پخلی

  • نه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د پخوانيو پاچاهانو داسي کړني نشته چي ما د اهورامزدا په غوښتنه په يوه کال کي تر سره کړيدي .
  • شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛اوس په هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستاسو باور پرې وشي .او همدا ډول وګړو ته و واياست .مه يې پټوئ . که دا خبره پټه نه کړئ او وخلکو ته وواياست ، ( نو ) اهورا مزدا دي ستاسو دوست وي ، ستاسو کورنئ دي زياته ، او ژوند مو ډير اوسه .
  • يوشپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ که دا وينا د خلکو پټه کړئ ، او وګړو ته ونه واياست ، اهورامزدا دي ستاسو دښمن وي او ستاسو کورنئ دي ورکه ( محوه ) وي .
  • دوه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه چي ما تر سره کړيدي . په هغه يوه کال کي د اهورامزدا په غوښتنه مي تر سره کړيدي .اهو را مزدا زما مرسته کړيده ، او هم هغه نورو خدايانو ، چي شته .

د رښتينولۍ او راستۍ اهميت

  • درې شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د دې لپاره اهورامزدا او نورو هغه خدايانو چي شته زما سره مرسته کړېده چي ، کرغيړن نه وم ، درواغجن نه وم ، تبا ه کوونکئ نه وم ، نه زه او نه زما کورنئ . رښتنئ وم ، نه مي د خوار او نه د زورور سره زور وهلئ دئ .هغه چا چي زما د کورنئ سره ملتيا کړيده ، هغه مي نازولئ دي . او هغه چي زيان يې راته اړولئ هغه ته مي کلکه جزا ورکړېده .
  • څلور شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي ښايې تر دې وروسته پاچا يې ،هغه څوک چي درواغجن وي او يا هغه چي تبا ه کونکئ وي د هغه دوست مه اوسه . په کلکه هغه ته جزا ورکړه .

د نېکمرغۍ او بدمرغۍ دعاګانې

  • پنځه شپيتمه کرښه . داريوش پاچا وايې ؛ ته چي تر دې وروسته دا ليکنه چي ما ليکلي او يا دا څيرې چي ته ويني ، داسي نه چي وراني يې کړې . تر هغو چي توان لرې ، وه اي ساته .
  • شپږ شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او دا انځورونه و وېنې ( او ) وراني يې نه کړې ، تر هغه چي توان ولرې ، ويې ساتې ، اهورامزدا دي ستا دوست وي او کورنۍ دې زياته او ژوند دې ډير اوسه ، او هغه څه چي کوې هغه دي اهورامزدا در لره ښه کړي .
  • اوه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او انځورونه ووينې ( او ) وران يې کړې تر څو چي توان دي شته ويې نه ساتې ، اهورا مزدا دې تا وځپي . او ستادې کورنئ ورکه وي . او هغه څه چي کوې اهورا مزدا دي هغه وران کړي .
  • اته شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه کسان چي د جادوګرګايوماتا (Gaumata ) چي ځان يې سميردي باله ، د( هغه ) وژلو پر مهال هلته وه .په هغه وخت هغوئ مرسته وکړه . زما پلويان ( وه ) اينتا پاير نيس (Intaphernes ) د پارسي واياسپارا ( Vayaspara ) زوئ ، اوتانيس ( Otanes)نومئ د پارسي توخرا (Thukhra ) زوئ ، ګئو بروياس (Gobryas ) نومئ د پارسي ماردونيوس ( Mardonius ) زوی ، هيدارنيس (Hydarnes ) نومئ د پارسي بګا بيګنا (Bagabigna ) زوئ ، ميګابيازوس (Megabyzus) نومئ د پارسي داتوواهيا (Datuvahya, ) زوی ، اردومانش (Ardumanish ) نومئ د پارسي واهاوکا (Vahauka ) زوئ .
  • نه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته ښايې پاچي يې ، د دې کسانو د کورنيو ښه ساتنه وکړه .
  • اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورامزدا په غوښتنه مي دا ليکنه په بل ډول هم وکړه ، پر ارينې (Aryan ) ( ژبي )برسيره مي هم پر دړو ( لوح ) او هم پر پوستکو ترتيب کړه . دا ليکنه د مهر په وسيله ومنل ( تائېد ) شوه . زما په وړاندي نوشته او هم ولوستل شوه . وروسته تر هغه مي دا ليکنه ټولو ځايونو او هېوادونو ته وليږل او خلکو يې هرکلئ وکړ .

پينځم ستون

د اېلام د ايالت يوه نوې بلوا (منی 521)

  • يو اويا يمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا هغه څه دي چي ما د خپل پاچا کېدلو وروسته په دوهم او دريم کال کي تر سره کړيدي . يو ايالت چي ايلام (Elam ) نوميږي ، بيا ياغي شو . يو تن چي اتا مېتا (Atamaita ) نومېدئ په ايلام کي ... د هغو مشرشو . بيله ځنډه مي خپل څلورم پوځ ( هلته ) وليږئ .زما يو پارسي مر ئې چي ګو بر ياس (Gobryas ) نومېدئ د هغه لښکر مشر وټا کئ . او ګو بر ياس د ايلام پر لوري وخوځېدئ ، د ايلاميانو سره يې مقابله پيل کړه . ګو بر ياس بيله ځنډه ايلاميان وځپل او د هغو مشر يې ونېوئ . هغه يې ماته راوست او ما هغه و واژه ، وروسته له هغه ايالت زما شو .
  • دوه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ايلاميان ډير بې وفا دي . اهو را مزدا د هغوئ مرسته ونه کړه . اهو را مزدا زما مرستندوئ شو . او د اهو را مزدا په غوښتنه زه بر يالئ شوم او هغوئ مي له منځه يوړل .
  • درې اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته ده چي چا ته ژوند ورکړي اويا څوک مړ کړي .

د سايتيانو پر ضد جګړه (520/519)

  • څلور اويا يمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ له هغه جګړې ورو سته د خپل پوځ سره سايتيا ( Scythia ) ته ولاړم . هلته سا يتيا را ته سر کښيښود ( تسليم شول ) . سايتيا ئيان زما سره شول او زه بحيرې ته ورسېدم . او هغه بل خوا ټوله زما دپوځ په وړاندي ودريدل ، وروسته مي جګړه ( ور سره ) وکړه او هغوئ مي ډير وځپل . او د هغوئ نور ( مشران ) هم . ما هغوئ ونېول او بنديان مي کړل او هغوئ چي زما مخه يې نيول ،و مي وژل . د هغوئ مشر سکونخا ( Skunkha ) مي ډير وځپئ . او بيا مي هغوئ ته بل مشر وټاکئ . وروسته تر هغه دا ايالت زما شو .
  • پنځه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ سايتيا ئيان مي وځپل او اهو را مزدا زما مرسته وکړه او د اهو را مزدا غوښتنه او مهرباني وه چي هغه ټوله مي له مېنځه يوړل .
  • شپږ اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته ده چي چا ته ژوند ورکړي اويا څوک مړ کړي .

د ژباړونکي يادونه

لکه چي په پيلامه کي مي څو اړينوټکو ته د درنو لوستونکو د پام اړولو په نيت څو کرښي ليکلي وې ، دادۍ د دې ژباړي په ورستۍ برخه کي هم د دريو اړينو ټکو يادولو ته ستاسو درنو لوستونکو پام اړول غواړم :
لومړۍ : هڅه مي وکړل چي د بېستون کتبې بيلا بيلي نسخې ( د فارسي او انګليسي بيلا بيلي نسخې ) د ژباړی پر مهال په پام کي ونيسم او د بشپړېدو لپاره يې هڅي پر له پسې وساتم . چي له نېکه مرغه دادۍ د بېستون کتيبې د هغو نسخو څخه چي تر اوسه مي لوستلي او ليدلي دي ، د هغو په بشپړه ژباړه بر يالۍ شوم .
دوهم : هڅه مي وکړل چي د سيمو او کسانو د نومونو سره يوځای د هغو نومونه په انګليسي رسم الخط هم وليکم ، چي د لوستلواوپيژندلو پر مهال دتير وتنو مخه ونيول شي .
دريم  : دا ورستۍ برخه چي تاسو درانه لوستونکي يې لولۍ ، د بېستون په فارسي متونو کي نه ده راغلې ، ښايې دپامه به لويدلې وي او يابه يې په فارسي متن کي د زياتولو اړتيا نه وي ليدل شوې .خو هغه يوه نيمګړتيا چي په انګليسي متن کي شته هغه په همدې ورستۍ برخه کي درې اويايمه او شپږ اويا يمه کرښه په يو ډول ليکل شوېده چي ښايې بيا ( تکرار ) ليکل شوې وي .
د دې ژباړي په پای کي د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي ، که ښاعلي لوستونکي د دې کتيبې د ژباړي په اړه کومه نېوکه ، نظر او يا وړانديز لري او يا يې تر دې لا بشپړ متن په واک کي لري ، زما سره د همدې پاڼي د اړيکو له لاري ، را بطه وکړي ، ډير به يې منندوئ يم .


نورې سرچينې

    • د همدې متن انګليسي ژباړه دلته او هم دلته موندلی شی.
    • د همدې متن فارسي ژباړه دلته موندلی شی.


باندنۍ تړنې

د بېستون ډبرليک د سلام فرهنګي ټولنه

په نورو ژبو کې

Static Wikipedia (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

Static Wikipedia February 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu