رفيع الله ستانکزى
From Wikipedia
د نن څخه پوره 21 کاله دمخه د لوګر ولايت د محمدآغې په ولسوالۍ کې د مغل خېلو په کلي کې د انجينر محمد جميل په کور کې سترګې پرانيستې دي، چې په دغه مهال کې افغانستان پرته له جنګه بل څه نه پيژانده.
نيوليک |
[سمادول] زده کړې
د دوی کورنۍ هم د مهاجرينو د اوږدې لړۍ يوه کړۍ شوه او ښاغلي ستانګزي خپل ښونيز ژوند په پاکستان کې پيل کړ او په کال 1381 لمريز کې د پېښور د محمديې عالي لېسې څخه په ډېره ښه درجه فارغ شو، او د لوړو زده کړو لپاره يې د ژبو او ادبياتو د پوهنځی د پښتو په څانګه کې خپلې زده کړې پيل کړې، چې سږ کال (1385) کې د همدغې پوهنځی څخه په لومړي درجه فارغ شو.
[سمادول] پښتو ادب کې ونډه
د شعر او شاعرۍ سره له پخوا مينه لري، کابو ډېر شعرونه يې ويلي دي، خو اوس مهال يې خپله ټوله پاملرنه څېړنې ته کړې او خپلې لومړنې برياوې يې هم تر لاسه کړي دي.
دښاغلي ستانګزي کوم اثر په ځانګړې توګه نه دی چاپ شو، خو د بېلابېلو مجلو او پاڼو څخه يې خپلې ليکنې د هېواد والو سره شريکې کړي دي.
[سمادول] د ستانکزي د ناچاپو اثارو لړليک
-
- په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا
- د عبدالحميد مومند ژوندليک، شاعري، سبک او د سبک پلويان يې
- د عبدالحميد مومند په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه
- د ملنګ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې
- د خوشحال خان په اشعارو کې د ښځې انځور
او د ادبي فنونو سره د مينې لرلو له کبله يې بېلابېلې ليکنې کړي دي، چې تر اوسه د چاپ په ګاڼه نه دي پسولل شوي.
د دې ترڅنګ يې په ډېرو علمي سيمينارونو کې هم ګډون کړی دی، چې يو له هغو څخه د ښوونې او روزنې د پوهنتون علمي سيمينار دی، چې (په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا) تر سرليک لاندې يې خپل سيمينار جوړ او وړاندې کړ، چې وروسته بيا د پوهنتون او څانګې د ښوونکو له خوا د ستاينې وړ وبلل شو او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ستاينليک ولمانځل شو.
د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د مشاعرې بنسټګر او د نورو فرهنګي کړيو سره په ادبي بنډارونو او ناستو کې هم برخه اخلي.
د ژورنالېستانو د ټولنې غړی او دم ګړۍ د اکسور سروې په نامه دفتر کې دنده ترسره کوي.
[سمادول] دشعر بېلګه
غزل
تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بيا کړه
چې رقيب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زما کړه
زه خو تل دا ستا دمينې خريدار وم
خو تا تل له پاره لار مانه جدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضا کړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزيه تا خو مينه په رښتيا کړه
٭٭٭٭٭
تندي دپاسه
لکه خورې زلفې تندي د پاسه
دومره غمونه مې زړګي د پاسه
څوک مو مرى باندې چاړه راکاږي
څوک مو خزان شول پسرلي د پاسه
راته هېڅ پام دهغه چا نه کيږي
چې يې نازونه وړم زړګي د پاسه
پورته له مينې مې يودا ګټه کړه
په لاره پښه نه ږدم مېږي دپاسه
څومره اداوې چې دښکلو وينې
دومره غمونه ستانګزي دپاسه