پېښليک (تاريخ)
From Wikipedia
تاريخ، چې پېښليک هم بلل کېږي په ټوليز ډول د انسانانو يا وگړو د ژوند پېښې څېړي په تېره بيا د دوی د تېرمهال او پخواني ژوندانه د پلټلو په موخه. دغه پوهنه د ټولنيزو علومو په کتار کې راځي او له نورو نژديو او گاونډيو پوهنو څخه گټه اخلي لکه لرغونپوهنه، ادبيات او داسې نور. هره ټولنه او هر هېواد هڅه کوي چې خپل تاريخ وڅېړي او د خپلې ټولنې آر او تاريخي پس منظر وپېژني. هر ټبر زيار باسي تر څو د خپل ولس زانگو او د خپلو نيکونو رويات او کيسې تر لاسه کړي. په دې لړ کې تاريخپوهان د يو هېواد يا سيمې تاريخ په مختلفو مرحلو او دورو يا پېرونو وېشي. د اکثرو سيمو تاريخ په دې ډول وېشلی شو:
مختاريخي زمانه لکه د ډبرو پېر، د وسپنو پېر
تاريخي دوره چې هغه مهال پيلېږي کله چې ليکلي لاسوندونه شتوالی ولري
اوسمهال
[سمادول] دافغانستان په هکله ليکل شوي کتابونه
- د علامه حبيبي تاريخ مختصر افغانستان