Wikipedia:ځان زده کړه
From Wikipedia
لارښود:لړليک |
لومړی مخ | سمادول | بڼه ورکول | د ويکيپېډيا تړنې | باندنۍ تړنې | د بحث مخونه | په ياد ولره | ثبتونه | تړل |
د ويکيپېډيا د سمادولو لارښودليکچه! - ښه راغلاست
ويکيپېډيا يو داسې پوهنغونډ دی چې په ګډې ملکارۍ سره سماد کېږي چې تاسو هم په دې کې برخه اخيستلای شی. دغه لارښودليکچه به ستاسو نه د ويکيپېډين يا د ويکيپېډيا ليکوال جوړولو کې مرسته وکړي.
ددغې لارښودليکچې مخونه به د ويکيپېډيا بېلابېل اړخونو باندې رڼا واچوي، د بڼې او مېنځپانګې لارښوونې، د ويکيپېډيا د ټولنو په هکله به مالومات اود ويکيپېډيا د اهمو تګلارو او تړونونو په هکله به بحثونه او مرستې وکړي.
دا يو بنسټيزه لارښودليکچه ده، ددې مانا دا چې دا يوه لويه لارښودليکچه نه ده. که تاسو د يوې ځانګړې موضوع په هکله نور مالومات غواړی، نو پدې ځای کې د نورو مخونو تړنونه شته. دغه مالومات تاسو همدلته لوستلی شی او يا يې په يوه بېلې کړکۍ کې او يا هم په همدغه کړيو کې.
پدغې لارښودليکچې کې د " ځنځيري بکسونو " د مخونو تړنونه هم ورکړل شوي ترڅو تاسو د هغه شيانو په هکله آزمېښتونه او تمرينونه وکړی کوم چې تاسو يې دلته زده کوی. پدغو پاڼو کې خپلې زده کړې وکاروی او د هغو شيانو سره لوبې وکړی کوم چې تاسو همدا اوس زده کوی! که چېرته تاسو نه په دغه تمرين ځايونو کې کومه تېروتنه يا ګډوډي کېږي نوهېڅوک په دې نه خپه کېږي.
يادونه: دا لارښودليکچه داسې ګڼي چې تاسو د ويکيپېډيا د مخ ټاکل شوې بڼې نخشه کاروی او که چېرته تاسو سيستم ته ننوتي ياست او د غوره توبونو له لارې مو د ويکيپېډيا نخشه بدله کړې وي، نو پدې وخت کې به د تړنونو ځای او موقعيت هم بدل شوی وي.
تر دې وروسته: راځۍ چې د سمادولو په هکله زده کړو ←