Sira
From Wikipedia
د نبی کريم صلی الله عليه وسلم زيږيدنه
حضرت محمد مصطفی دربيع الاول دمياشتی په نهمه نيټه دفيل په کال ( هغه کال ابرهه دفيلانوسره په کعبه حمله کړې وه ځکه ورته دفيل کال وائی )دبنی هاشموپه کورنۍ کښې زيږدلے دے چی دمولانا محمدسليمان منصورپوري اودفلکياتو ماهر محمود پاشادڅيړنې مطابق ۲۲اپريل ۵۷۱م سره سمون خوری
د نبی کريم صلی الله عليه وسلم دپيدايښت سره څولوئې واقعی رامنځ ته شوی دکسری دماڼۍ ۱۴کنګر ی (شاهی ماڼۍ) راوغورځيدې دمجوسيانو عبادت خانه کښې اور مړشواودبحيره ساوه په غاړه کنيسی ړنګې شوې ( فقه السيرت محمدالغزالی ص ۴۶)کله چی محبوب صلی الله عليه وسلم وزيږيده نوعبدالمطلب ته ئې دلمسي زيری وليږلو عبدالمطلب راغلو اولمسے ئې کعبې ته يوړو هلته ئې دالله شکرادا اودعائې وکړه بيائې دعربودرواج مطابق په اومه ورځ سنت کړو (ابن هشام جلد۱ص۱۵۹)
د حليمې په کور کښې :
د عربو خلقوبه خپل بچيان درضاعت لپاره کليوالو علاقوته ليږل ترڅوقوي هم وی اوفصيحه عربی ياده کړى نبی کريم صلی الله عليه وسلم ئې دبنی سعد قبيلې حليمه بنت ذؤيب ته دشيدوورکولولپاره ورکړو.
حضرت حليمې سره دنبی کريم صلی الله عليه وسلم برکات
حليمه وائى رضاع لپاره دماشوم په لټه کښې مکې ته راغلم ماسره مې څښتن هم ؤ اويوه سپينه خره اويوه اوښه وه نۀ زماپه سينه کښې شوده وو اونۀ اوښې يوه قطره شوده کول ټوله شپه مې دخپل ماشوم (عبدالله بن حارث)دژړادلاسه خوب ونه کړو زمونږپه ډله کښې نورې ښځې هم وې محمد به چی چاليدو نه به ئې اخستو ځکه هغه يتيم ؤ ماواخستو دشپې خپل تم ځاې ته راغلو زماپه سينه کښې دومره شوده پيداشو چی دواړه ماشومان ئې ماړۀ کړل داوښې په تيونو کښې شيدې پيداشوی ملګروبه مې راته ويل تاډيرمبارک ماشوم راوستے څه وخت چې خپلو کورونوته ستنيدوزماهغه کمزوری خره دټولې قافلې څخه وړاندې روانه وه بنی سعدکښې شنۀ واښۀ نه وو خوزماپسونه اوميږې به دمحمد(ص) په برکت مړې راستنيدې حليمه وائی محمد(ص) ډيرپه چټکتيالويده ددوه کلونوپه پوره کيدلومې خپلې مور آمنې ته راوست خوزړۀ مې پرې نۀ کيده دغه وخت په مکه کښې طاعون ؤپه همدې بهانه مې بيا ددوه کلونولپاره بنی سعد ته بوتلو
د سترلارښود"محمد(ص)"
ژوند ته يو کتنه
د رسالت محمدى (ص) اغاز او شروع په داسې زمانه اوداسې قوم کښې وشوه چې ورکښې په ازادانه ډول لوټ مار کيدۀ هره ورځ به په ظلم اوستم د بل وينې بهيدې د انسان دژوند هيڅ قسم قدر اوقيمت نۀ ؤ بشر خپل حيثيت له لاسه ورکړے ؤ دچا به چې په چا وس رسيدو هغه به ئې دخپل زور ازمائۍ لپاره ښۀ او مناسب ميدان ګرځولو. د اخلاقو او تهذيب څخه په لوئې او لا متناهى واټن سره جدا ؤ د عريانۍ او دبې حيايۍ بازار ګرم ؤ. دخلقو دزړونو څخه رحم او ترس ختم شوے ؤ حتى چې بدبخته اوسخت زړى پلار به خپله معصومه او بې ګناه لور په زمکه کښې ژوندۍ ښخوله. دومره لوئې ستم چې دبشر زړۀ ئې په اوريدو لړزيږى دهغوى په منځ کښې هيڅ قانون اوضابطه موجوده نۀ وه عقلى توازن ئې دلاسه ورکړے ؤ او هغه هم په دې ډول چې دهغوى تندى او سرونه به زورور او قهار خداې پاک ته دتکبر اودلوئۍ د وجې نۀ ښکته کيدل خو بل لورى ته دهغوى سرونه مخلوق يعنې کاڼو بوټو ته دهيبت او ډار له وجې کوزيدل ښځو به ئې په بربنډه دبيت الله څخه طوافونه کول. په داسې مهال کښې ددوى ترمنځ د عبدالمطلب په کورنۍ کښې داسې يو بچے پيدا کيږى چې پلار ئې د بچى دپيدايښت نه مخکښې وفات کيږى. دا بچے محمد بن عبدالله ؤ چې ددغه ټولو ناوړه او فاسدو، اخلاقو څخه پاک ؤ. په صداقت او امانتدارۍ کښې ئې عن دماشوموالى څخه سارى نۀ درلوده. يو ناخوانده فقير انسان ؤ. دبعثت وړاندې عمر ئـې په شپونتوب ا وسوداګرۍ کښې تير کړے ؤ، خو ددغې باوجود کله چې پرې الهى وحى نازليږى دخلې څخه ئې داسې فصيح اودکمال خبرې راووځى چې ډير تعليم يافته انسان ترې هم عاجزه وى دتهذيب اواخلاقو لويه نمونه وه په خپل کړو وړو سره ئې دعربو په ژوند کښې ستر انقلاب راوستو. عربى ټولنه ئې په سياسى ،معاشرتى،اجتماعى، انفرادى ، زندګۍ په ټولو شعبو کښې يوه بې مثاله اوبې سياله ټولنه جوړه کړه چې ئې هرې ډلې او قوم څخه سبقت حاصل کړو او دغې ناخوانده او صحراء نشين انسان دنړۍ لپاره داسې قانون جوړ کړو چې ورته د اساسى قانون لقب حاصل دے. داسې يو قانون چې ددنيا لوئې او ستر عالمان ،فلاسفر،قانون پوهان ،عاقلان ، مفکران او روشنفکران ئې دکلونو، کلونو دفکر او غور اومطالعې وروسته په حکمتونو پوهه قدرې شول چې ددنيا ژوند څومره زياتيږى ددغه قانون حکمتونه لا زياتيږى ددنيا ټول قوانين په هر ازميښت کښې پاتې شول څو څوځله جوړ او وران شول خو څوارلس سوه کاله پخوا ددغه جوړ شوى اساسى قانون هيڅ يوه دفعه هم داسې نۀ ده چې دځايه وخوځول شى. ددغه قانون سرچينه قران او نبوى سنت دے چې دهيڅ زياتى او کمى ګنجائش نۀ لرى. او د انسانانو دنيکمرغه ژوند ضامن ګڼلے شى. دغه ستر او عظيم قانون ساز زمونږ پيغمبر حضرت محمد (ص) دے چې ژوندمبارک ته ئې کتنه کول غواړم.
- د حضرت محمد (ص) پلار عبدالله دهغۀ دزيږيدنې دمخه چې دا لا د مور په نس کښې ؤ وفات شو.
- ددوى(ص) د پرورش چارې حليمة السعدية (رض) ته وسپارلے شوې عن تر څلورو کالو ئې دهغوى (ص) پالنه کوله.
- دڅلور کالو وروسته ئې پالنه خپل نيکۀ عبدالمطلب په غاړه واخسته. حتى چې تر څو کالو پورې ئې دهغوى (ص) پالنه وکړه.
- دشپږو کالو په عمر کښې ئې مور "آمنه " دځان سره مدينې ته بوتله ترڅو دخپلو خپلوانو بنونجارو زيارت وکړى په واپس راتلو کښې ئې دمکې او مدينې ترمنځ په "ابواء" نومې ځاې کښې مور وفات شوه او په دې مهال حضرت محمد (ص) دمور او پلار دواړو نه يتيم شو. خو د خپل نيکۀ په دلسوزۍ او ترحم کښې ئې لا زياتوالے راغے. هم هغه وو چې هيڅ قسمه تکليف ته ئې نۀ کتل، او ډير مينه ئې ورسره درلوده. حتى چې پخپله بستره کښې به ئې کيښنولو کومه چې به دکعبې سيورى ته خپره وه دنيکۀ ددوو کالو دکفالت وروسته دهغۀ پالنه ابوطالب په خپله غاړه واخسته کله به چې رسول الله (ص) دخپلو کاکا ګانو مجلس ته تشريف يوړو ترونو به ئې منعه کولو خو ابو طالب به ورته وئيل مۀ ئې منع کوئ ځکه چې قسم په الله دا د شان او شوکت څښتن دے بيا به ئې په خپله بستره دځان سره کيښنولو او درحم لاس به ئې ورله په ملا اوسر راکاږلو دغه مهال حضرت محمد (ص) اتۀ کلن ؤ کله چې ٢٥ کلن شو دخديجة الکبرا سره ئې نکاح وکړه کله چې دخپل عمر ٤٠ کالو ته ورسيدو د الله له طرفه ورته وحى وکړے شوه اوپه پيغمبرۍ مبعوث شو او سمدستى ئې ددين په تبليغ او دعوت لاس پورې کړو. او هر قسمه تکليف او مشکلات ئې ګالل ١٣ کاله په مکه معظمه او ١٠ کاله ئې په مدينه کښې چې ددوى دهجرت کور او داسلامى دولت پلازمينه او داسلامى مسلحانه قيام وړومبے مرکز ؤ تير کړۀ. کله چې د الله له لورى په مسلمانانو د اسلام نعمت تمام او دين کامل شو نو الله پاک په ٦٣ کلنۍ کښې دهغۀ روح قبض کړو. ټول ئې ٧ اولادونه لرل چې دخديجة الکبرى څخه ؤ مګر ابراهيم دمارية (رض) څخه ؤ د اولادونو نومونه ئې په لاندې ډول دى.
(١) قاسم چې دا ئې د ټولو مشر ؤ، (٢) عبدالله چې په وړوکتوب کښې وفات شوے ؤ، (٣) زينب (رض) چې دا ئې مشره لور وه او د ابوالعاص (رض) په نکاح کښې وه (٤) رقيه (رض) چې دعثمان بن عفان (رض) په نکاح کښې وه (٥) ام کلثوم چې عثمان (رض) درقيه دوفات وروسته نکاح کړې وه (٦) فاطمة الزهراء چې دعلى (رض) په نکاح کښې وه (٧) ابراهيم دا ټول دنبوت وړاندې پيدا شوى وو مګر فاطمه (رض) دبعثت څخه يوکال وروسته پيدا شوې وه. څۀ ډيره عجيبه اوحيرانوونکې خبره دا ده چې يو انسان دې خپل ماشوم والے او ځوانى په شپونتوب اوتجارت کښې تير کړى او دداسې سختو شرائطو حالاتو سره دې مخ وى چې نۀ پلار لرى نۀ مور کله دچا په پالنه اوکله دچاپه پالنه کښې پاتې شى ناخوانده او بې سواده وى ليک لوست نۀ شى کولے. خو بيا هم دداسې صلاحيتونو اوکمالاتو خاوند وى چې دادے په يو وخت کښې هم. دکور کار کوى هم د بهر هم يو فوځى جرنيل وى هم ديو اعلى درجې جج او قاضى هم قانون ساز وى هم يو بې مثله فلاسفر وى هم د اخلاقو او تهذيب يو لاجوابه مصلح او هم دسياست يو حيرانوونکے ماهر وى په يو وخت هم بندګى کوى او هم دخپل اهل عيال احوال پرسى څه ښائسته چهره وه څومره د کمالاتو اومحاسنو مجمع اونمونه وه. څومره خوش نصيب دى هغه خلق چې دغه مبارکه کمالى چهره ئې ليدلى او پرې ايمان ئې راوړے ؤ څومره بختور دى هغه خلق چې ددغه عظيم قائد او دبشريت ددغه ستر لارښود ملګرتوب اودهغه خدمت ئې نصيب شوے دے . الله پاک دې په جنت ا لفردوس کښې مونږ دهغوى ( ص) سره يوځاې اودحشر په ميدان کښې دې دهغوى (ص) شفاعت زمونږ نصيب کړى.