ښه راغلاست پاڼه
From Wikipedia
Template:دويکيپېډيا په هکله معلومات دويکيپېډيا وخپلواک پوهنغونډ ته ښه راغلاست. ويکيپېډيا څه شی ده؟ويکيپېډيا يو پوهنغونډ دی، کوم چي د اجرکاره ليکونکو يا د پيسو په بدل کښي کارکونکو ناشرانو لخوا نه ليکل کيږي. پدغه پوهنغونډ کښي هر څوک خپله مقاله نشرولای شي او په همدې ډول د هري بلي مقالې سمون هم کولای شي.ويکيپېډيا د 2 ويونو ويکي او پېډيا نه جوړ شوی دی. ويکي د هوايي ژبي لغت دی او د "ژر" معنا لري. پېډيا د encyclopedia يا پوهنغونډ معنا ورکوي. له بده مرغه د ويکيپېډيا په پاڼو کښي د سمون کولو يا تغير راوستلو لپاره څو بنسټي تخنيکي زدکړو ته اړتيا سته. دويکيپېډيا د پښتو پاڼه د ٢٠٠٥ مېلادي کال د مئي په مياشت کښي پېل شوه او تر دې دمه پکښي 912 مقالې ځای پر ځای شوي دي. دنورو پوهنغونډونو په پرتله ويکيپېډيا يوه وړيا يا مفت پوهنغونډ دی. دغه پوهنغونډ نه يوازي هرڅوک پر ليکه يا آن لاين په وړياتوګه کارولای شي بلکه دغه معلومات کاپي کولای هم شي خو پدې شرط چي ورسره د منبع نوم وليکي. د ويکيپېډيا د وړيا والي تر شا د GNU-License شرايط دي د کوم د وړاندي چي ليکونکي خپلي مقالې په ويکيپېډيا کښي نشروي. |
||
دويکيپېډيا دورهدهغه چا لپاره چي د ويکيپېډيا په هکله نور معلومات تر لاسه کول غواړي، د هغه لپاره موږ د ويکيپېډيا يوه لنډه دوره چمتو کړېده. ودورې ته |
تاسو هم د ويکيپېډيا ليکونکي شئويکيپېډيا اجرکاره ناشران یا ليکونکي نه لري.دغه پوهنغونډ د رضاکارانو له خو پرمخ بېول کيږي. که تاسو هم مقالې ليکلای شئ نو موږ تاسو زموږ و همکارۍ ته رابولو. په ويکيپېډيا کښي د ونډه اخيستلو لپاره د ډيرو زیاتو او مغلقه زدکړي اړتيا نشته. تاسو بايد يو څو بنسټيزه تکنيکي تجربه ولرئ او بس. که تاسو سمدلاسه پېل کول غواړئ نو کولائ شئ چي د ځان زده کړه و پاڼي ته ولاړ شئ. هلته کولائ شئ چي په ويکيپېډيا کښي د کارکولو چل زده کړئ. په ويکيپېډيا کښي د کارکولو د زدکړي لپاره تر ټولو ښه لار د ويکيپېډيا د تمرين پاڼه ده. لوستونکی کولای شي چي د تمرين پاڼي په مرسته په 7 ګامونو سره تکنيکي زدکړه وکړي. |
ځان ثبت کړئلوړ په ښه لاس کښي کولائ سئ چي ځان ثبت کړئ. ځان ثبتول حتمي ندی. بېله ثبتولو هم تاسو د ويکيپېډيا په پاڼو کښي بدلون راوستلائ شئ. خو د انځورونو د کاپي کول او بعضي ډېر کم شمېر بدلونونه يوازي يو ثبت شوی غړی تر سره کولای شي. دثبت شويو غړو لپاره پرانستي. دځان ثبتولو په هکله نوري خبرتياوي په ويکيپېډيا کښي ښه وخت درته غواړوي! |
Kategorie:Wikipedia