مهاتماګاندهي
From Wikipedia
ژوند
موهنداس کرما چند ګاندهي چي ورسته د مهاتما ګاندهي په نوم مشهوره شو د ١٨٦٩ م مېلادي کال د اکتوبر په دويمه نېټه د هند د ګجرات په ولايت کښي ږېږېدلی. د ګاندهي پلار کرماچند ګاندهي د ګجرات ولايت يوپانګه وال او سياستوال و. د ګاندهي کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه چي د هندو مذهب د ويشنو ډلي سره يه تړاو درلودی. دګاندهي په پلرني کور کښي د لاچارانو او مسکينانو سره ډېره مرسته کېدل. دبيلګي په توګه دګاندهي کورنۍ لا چاره ناروغان خپل کور ته بيول او هلته يه د هغوی درملنه او خدمت کوی.
مېرمن
د ګاندهي مور او پلار هغه وخت ګاندهي ته واده وروکړی چي د ده عمر ١٣ کاله و. د ګاندهي مېرمنه کاستوربه نکانجي هم د واده پر وخت ١٣ کلنه وه.
زدکړي او مسلک
د ١٨٨٨ او ١٨٩١ مېلادي کلونو تر منځ ګاندهي په لندن کښي د حقوقو لوړي زدکړي وکړې او په ١٨٩١ کښی بېرته و بمبی ته راستون شو. چيري چي ده د يوه وکيل په توګه کار کاوه. د ١٨٩٣ او ١٩١٥ مېلادي کلونو په مېنځ کښي ګاندهي په سويلي افريکا کښي ژوند کاوه. په سويلي افريکاکښي ګاندهي ته لاپسي څرګنده شوه چي انګرېزان د هنديانو سره تعاصبي او ناسم چلن کوي. همدا و چي په سويلي افريکا کښي ګاندهي د هنديانو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه. ګاندهي د ناټال انډين کانګرېس په نامه ي غورځنګ جوړ کړی . دغه غورځنګ په سويلي افريکا کښي د هنديانو سره د ناوړه او تعاصبي چلن په وړاندي مبارزه کوله.
سياست
په ١٩١٥ مېلادي کال ګاندهي و هندوستان ته ستون شو چير ي چي د ده د خدماتو اود هندیانو د حقوقو د مبارزې لپاره د مهاتما ياني ستره ارواح نوم ورکړل شوی و. پداسي حال کښي چي ګاندهي خپل ځان د دغه نوم وړ نه ګڼی نو د د ژوند تر آخره يه د مهاتما نوم نه خوښاوه. په ١٩٢٠ مېلادي کال ګاندهي د هند د ګانګرېس ګوند مشر شو . د ګاندهي په مشرتابه کښي دغه ګوند د هند د خپلواکۍ تر ټولو مهمه او د عامو هنديانو ګوند وګرځېده. په ١٩٣٠ م مېلادي کال کښي ګاندهي د هنديانو څخه د انګرېزانو پر ضد د صلح آمېزه اولسي نافرمانۍ غوښتنه وکړه. پدې ترڅ کښي د مالګي مشهوره مارش هم شمېرل کيږي. د مالګي مارش د انګرېزي مالګي د بازاري انحصار نه د خلاصون يو کوښښ و.
د ١٩٤٢ مېلادي کال د جون په دريمه نېټه ګاندهي په ډاګه د برطانيې نه د هند دخپلواکۍ غوښتنه وکړه. همدا و چي انګرېزانو ګاندهي زنداني کړی. خو د ناروغۍ له امله ګاندهي د دو کالو بند وروسته بېرته خوشي کړل شو. په سويلي افريکا او همدا ډول په هند کښي ګاندهي د انګرېزانو له خوا په څو څو ځله زنداني کړل شو. ګاندهي خپل د ژوند مجموعا ٨ کاله په زندان کښی تېر کړل. د ١٩٤٧ مېلادي کال د جون په ٣ يمي نېټي د برطانيې لوی وزير کلېمنټ اټلي د هند د خپلواک کولو او په دو برخو ياني هندوستان او پاکستا ن کښي د وېشلو اعلان وکړی. ګاندهي د ستر هند د ويشلو مخالف و. خو کله چي د هند د تقسيم پر وخت کورني جګړې ته ورته حالت را منځ ته شو يوازي د ګاندهي هلي ځلې وې چي دغه اخ وډب يه ډېر ژر قرار کړی.
مړينه
څو سخت دريځه ملتپال هنديان د مهاتما ګاندهي د صلحي دپاليسۍ نه ناخوښه وه. د دغو سخت دريځو په آند بايد د خپلواکۍ لپاره او بيا وروسته د پاکستان سره د کشمير په مسله د واک او توپک نه کار اخيستل شوی وای. په دغو سخت دريځو کښي ناتو رام ګودسه هم و. دغه کس پر مهاتما ګاندهي باندي هغه وخت په دهلي کښي د توپنچې درې ډزي وکړي چي مهاتما ګاندهي د بيانيې ورکول لپاره د خلکو د ډلي په مېنځ کښي روان و. درې واړه مردکي د ګاندهي پر سينه ولګېدل او ګاندهي خپل ژوند دلاسه ورکړی.
نور
د هند ستره وزيره ايندرا ګاندهي او د هغې زوی چي هم د هند ستر وزير و په آر کښي د مهاتما ګاندهي سره هيڅ خپلوي نه درلوده. ډېر خلک فکر کوي چي دغه د ګاندهي د کورنۍ وه خو دغه خبره ناسمه ده.
ددغه مقالې سره تړلي سرچينې
- An Autobiography: The Story of My Experiments With Truth (available at wikisource) [1] (1929) ISBN 0807059099
- Gandhi: A Photo biography by Peter Rühe ISBN 0714892793
- The Essential Gandhi: An Anthology of His Writings on His Life, Work, and Ideas by Louis Fischer ISBN 1400030501
- Gandhi: A Life by Yogesh Chadha ISBN 0471350621
- Gandhi and India: A Century in Focus by Sofri, Gianni (1995) ISBN 1900624125
- The Kingdom of God is Within You [2] by Leo Tolstoy (1894) ISBN 0803294042
- An Autobiography, or the Story of My Experiments with Truth M.K. Gandhi (1929)
- Patel: A Life by Rajmohan Gandhi
- Exploring Jo'burg with Gandhi, Lucille Davie
- Restored fairview fire tower reopened, Mahatma Gandhi's Troyeville Johannesburg residence. See above link for images
باندني تړنې
ټولنې
- M.K. Gandhi Institute for Nonviolence
- The Official Mahatma Gandhi eArchive & Reference Library
- mkgandhi.org
- The Gandhi Foundation
- Gandhi Information Center
- GandhiServe Foundation Mahatma Gandhi Research and Media Service
- Mani Bhavan Gandhi Sangrahalaya Gandhi Museum & Library Mani Bhavan is the place where Gandhi stayed whenever he was in Mumbai between 1917 and 1934. It was from here that Gandhi initiated his Civil Disobedience, Swadeshi, Khadi and Khilafat movements.
سرچينې
- Mahatma Gandhi News Digest and News Library Daily news about Mahatma Gandhi and India's Independence Movement
- Template:Gutenberg author
- Photo Library of Mahatma Gandhi Over 10,000 images of Gandhi and India’s independence movement – partly digitized
- The Official Mahatma Gandhi Picture Site The Top 100 photographs of Mahatma Gandhi
- Film Footage of Mahatma Gandhi List of 300 film clips – over 10 hours - on Gandhi and India’s independence movement
- Films on Mahatma Gandhi List of over 100 hours of films on Gandhi and India’s independence movement
- Documentary film MAHATMA – Life of Gandhi Online Watch the 5+ hours documentary film on Gandhi’s life and works!
- Mahatma Gandhi’s Voice Online Listen to over 50 hours of Gandhi’s speeches in English and Hindi
- Music Online on Mahatma Gandhi Listen to Gandhi’s favourite songs as well as to music on Gandhi
- Online Audio Library on Mahatma Gandhi Listen to records, audio tapes, radio programmes, events and speeches on Mahatma Gandhi
- Audio Testimonials on Mahatma Gandhi Statements by associates and celebrities on Gandhi
- Albert Einstein on Mahatma Gandhi An audio statement, correspondence with Gandhi and a text document by Einstein
- Writings Online on and by Mahatma Gandhi Read over 200 books and articles on and by Gandhi
- Collected Works of Mahatma Gandhi Online Read over 50,000 pages of Gandhi’s letters, speeches, articles and books
- Books on Mahatma Gandhi List of over 8,800 library and current books in German and English on Gandhi and related subjects
- Mahatma Gandhi’s Correspondence List of 35,000 letters - largely - to and from Mahatma Gandhi, incl. a summary of each letter
- Journals on Mahatma Gandhi List of publishers of journals on Gandhi
- Chronologies of Mahatma Gandhi’s Life A brief and a detailed day-to-day chronology of Gandhi’s life
- Stamps, coins, medals, banknotes and cindrella on Mahatma Gandhi from all over the world
- Lick Service to the Mahatma The Story of Gandhi's Life and Legacy told through Philately
- Genealogy of Mahatma Gandhi Genealogical tables on Gandhi and his family with over 1,600 entries
- Oral History on Gandhi on Video Online Watch interviews with freedom fighters of India’s independence movement
- Oral History on Gandhi on Audio Online Listen to interviews with associates of the Mahatma
- Quiz with Mahatma Gandhi Play, enjoy, and learn more about Gandhi
- The Story of My Experiments with Truth Gandhi auto-bio; free download in English or 6 South-Asian languages
- An Autobiography: The Story of My Experiments with Truth Free e-text
- Better World Links on Gandhi
- Contextualizing Gandhi in Twenty-First Century World
- Mahatma Gandhi - An Average Man - Nadesan Satyendra
- Mahatma Gandhi and the Corea Family of Chilaw Mahatma Gandhi's visit to Ceylon in 1927
- The Gandhi Nobody Knows Critical Review of the movie 'Gandhi', which eventually became a biography of the Indian leader.
- Hey Ram: The Politics of Gandhi's Last Words: Critical review of Hey Ram – whether Gandhi really said those words or not.
- Gandhi on Education (National Centre for Teacher Education, New Delhi 1998)
- Gandhi Biography
- Gandhi's Seven Deadly Sins
- Big Picture TV Free video clip of Ela Gandhi talking about her grandfather
- Template:Imdb title
- Gandhi or Moses? chabad.org